چک سل عسکر رالېږي
چک جمهوریت وايي، په افغانستان کې له خپل روزنیز پوځي ماموریت سره سل نور سرتېري اضافه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه په باګرام کې د دریو وژل شويو چکي سرتېرو مړي د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد مرکز پراګ ته ولېږدول شول.
د چک د دفاع وزارت یوه جنرال جنرال شتیفان مورانسکي ویلي، د دوی ځواکونو ته په افغانستان کې اوښتې مرګ ژوبله به د افغانستان په اړه د چک جمهوریت پر ژمنو اغېز و نه کړي.
چک جمهوریت په افغانستان کې ۲۳۰ پوځي پرسونل لري او له ۲۰۰۲ مېلادي کال راهیسې د دې هېواد ۱۳ عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.
0 نظرونه