د سولې لپاره، پر توده ځمکه پښې يبلی سفر پیل شو
د سولې ولسي حرکت پرون له کابل څخه بلخ ته پښې يبلی سفر پیل کړ.
د دې حرکت غړي وايي، دوی به په دې سفر کې له مختلفو قومونو وغواړي چې په افغانستان کې د سولې لپاره کار وکړي.
دا حرکت وايي، له دوی سره شل کسان په دې سفر کې ملګري دي.
دا ولسي حرکت له هلمنده رت خوځېدلی و او تر ۳۸ ورځو مزل وروسته کابل ته ورسېدل.
د سولې ولسي حرکت په کابل کې د امریکا، پاکستان، ایران، روسيې سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته پرلتونه او اعتراضونه وکړل
0 نظرونه