پریانکا يو بل فلم هم رد کړ
وروسته له هغه چې په هند کې اوازې خپرې شوې چې د پريانکا چوپړا زړه واده ته تخنېدلی دی او له يوه امريکايي سره واده کوي، دې له سلمان خان سره په بهارت فلم کې د کار قرارداد لغوه کړ او سر يې وخوځاوه چې رښتيا هم واده کوي.
اوس خبره يوازې تر همدې ځايه نه ده پاتې، بلکې د يوه بل فلم قرارداد يې هم په لغته وهلی دی.
تمه وه چې پریانکا د سنجي لیلا بهنسالي په ګنګو بایي کوټي والي فلم کې کار وکړي، خو اوس هغې دا فلم هم رد کړی دی.
که څه هم لیلا بهنسالي دا خبر بشپړ نه دی تایید کړی، خو هندۍ رسنۍ لیکي، بهنسالي دې کار سخت غوسه کړی دی.
له بله پلوه بیا سلمان خان هم په پریانکا پسې خوله پرانستې او لږه یې څنډلې ده.
0 نظرونه