کراکر؛ د قطر په خبرو کې افغان حکومت نه و
په افغانستان د امریکا پخوانی سفیر وايي، په قطر کې له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې افغان حکومت ونډه نه درلوده.
راین کراکر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دا خبرې امریکا کړې او په دوحه کې د دې غونډې پر مهال هیڅ افغان چارواکی نه و.
هغه زیاته کړې، د دې خبرو دوام به د دې سبب شي چې د افغان حکومت مشروعیت نور هم تر پوښتنې لاندې راشي.
0 نظرونه