عبدالله د طالبانو او امریکا اړیکې د افغانستان په خوښه بولي
د حکومت اجراییه ريیس وايي، له طالبانو سره د امریکا اړیکې د افغان حکومت په خوښه دي او دا اړیکې وړاندې هم وې.
عبدالله عبدالله پرون د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، امریکا هڅه کوي چې د سولې ور پرانېزي او په دې اړه کوم ابهام نه شته.
د حکومت اجراییه ريیس همدا ډول په جوزجان کې د تسلیم شویو داعشي وسلهوالو په اړه وویل، په شمال کې د داعش ډلې د تسلیم شویو وسلهوالو پر جنایتونو به سترګې پټې نه شي او د جنګي اسیرانو په څېر به ورسره چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان اوسېدونکي بیا وايي، تسلیم شوي داعشي وسلهوال په جنایتونو کې لاس لري.
0 نظرونه