باندري وايي، نه غواړي ومري
سرطان يا کېنسر یوه له هغو ناروغیو ده چې د هندوستان د ډېرو ستوریو ژوند یې واخیست، خو ځینې له همدې ناروغي رک روغ شول.
له همدې ډلې یوه ستورې ۴۳ سونالي باندري ده، هغه چې اوس سرطان وځپله، خو اوس چې لږه جوړه شوې وايي، غواړي ژوند وکړي او له هرې لحظې یې خوند واخلي.
هغې په تېرو لسو میاشتو کې سخته درملنه وکړه، ویښتان یې توی شول، ډنګره شوه، خو بیا يې هم همت له لاسه ور نه کړ.
سونالي خپله درملنه په امریکا کې وکړه او اوس یې د خپلې روغې سټې تصویرونه په خپلو ټولنیزو رسنیو هم خپاره کړي دي چې ډېرو مینهوالو یې د روغتیا مبارکي ورکړې ده.
0 نظرونه