فېسبوک خپل کمکي کاروونکي نازوي
هره انلاین رسنۍ په دې هڅه کې ده چې خپل مینهوال زیات کړي، په همدې لړ کې اوس هره یوه هڅه کوي چې خپلو مینهوالو ته نوي نوي زېري ورکړي، څو ورسره پاتې شي.
تازه خبر دا دی چې فېسبوک وايي، خپلو کم عمره مینهوالو ته ډیجیټل یا انلاین کتابخانه برابروي چې مطالعه وکړي.
فېسبوک وايي، دا انلاین کتابخونه به د وېډیو، کتابونو او نورو له لارو برابره شي چې ګټور مواد به ولري.
فېسبوک زیاتوي، لومړی به په څو ژبو کتابونه وړاندې کړي او وروسته به کرار کرار دا کتابونه ټولو ژبو ته وغځېږي.
0 نظرونه