نن بېلاسه سلمان وپېژنئ
ډېر فکر کوي چې معلولین چندان کار نه شي کولای، خو ګيبر هيريډيا ثابته کړه چې داسې نه ده.
د دغه بې لاسو سلمان دواړه لاسونه په مړوندونو کې نه شته او له موره همداسې زېږېدلی.
دی په ارجنټاین کې اوسي.
ګیبر هیریډیا سلمان دی، خو داسې سلمان چې د وېښتانو سټایل جوړول یې ټول خلک حیران کړي دي.
هغه په ډېر مهارت سره د مړوندونو په زور کار کوي او عجيب عجيب سټایلونه په وېښتانو کې جوړوي.
د هغه د سټایلونو عکسونه اوس په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي دي او تر څنګ یې پر ټویټر هم ډېر مینهوال پیدا کړي دي.
0 نظرونه