کمارسانو ۱۷ کاله وروسته یو راز ووایه
د هندوستان مشهور سندرغاړی کمار سانو چې خلک د موسیقي بې تاجه پاچا هم ګڼي، اوولس کاله وروسته له یوه مهم راز پرده پورته کړې ده.
د موسیقي دا نایاب غمی وايي، اوولس کاله وړاندې یې یو ماشوم په غېږ کې واخیست، پالنه یې ورکړه، مګر له دې کبله چې ټولنیز محدودیتونه موجود و، دا راز اوس افشا کوي.
سانو زیاتوي، اوس ډېر ویاړي چې اولاد یې اوولس کلن دی او له ده سره یو ځای په موسیقي کې کار کوي.
هغه زیاتوي، ده ځکه دا خبره پټه ساتلې وه چې د ده اولاد نجلۍ وه او له دې کبله چې خلک پرې شک و نه کړي، دا راز پټ ساتل شوی و.
کمارسانو په ۱۹۸۹ کال کې سندرې ویل پیل کړ او تر اوسه د هندوستان د فلمونو او نورو لپاره سندرې وايي.
0 نظرونه