طالبان قطر دفتر ته نوى مشرتابه ټاکي
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، له امريکا سره تر خبرو مخکې دوى غواړي چې د قطر دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي.
طالبانوته يوې نږدې سرچينې پژواک ته ویلي، د طالبانو مشر ملا هيبت الله په قطر کې د مېشتو طالبانو له ځينو شکايتونو وروسته د مولوي شيخ خالد په مشرۍ درې کسيز پلاوى دوحې ته استولى و.
سرچينې زياته کړې، ملا امير خان متقي، ملا رحمت الله کاکازاده، ملا حمد الله نعماني، ملا قدرت الله جمال، ملا سلام ضعيف او يو شمېر نور د قطر دفتر نوې مشرۍ ته په پام کې نيول شوي دي.
طالبانو ته نږدې ياده سرچينه وايي، په دې ليدنو کې د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزى او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم شامل وو .
سرچينه وايي، ملا عباس پر يو شمېر نورو سرغړونو او نا فرمانيو هم تورن شوى دى.
همدارنګه د قطر دفتر مشر عباس ستاکزى د قطر دولت او طالب مشرانو د مکررو غوښتنو سره سره له اماراتو څخه خپله کورنۍ دوحې ته نه لېږدوي چې له امله يې د کوربه هېواد او د طالبانو د دفتر ترمنځ واټن پيدا کړى دى.
په کويټه کې د طالبانو يوه سرچينه وايي، عباس ستانکزي دا هڅه هم کړې وه چې د سعودي په غوښتنه د طالبانو يو شمېر قطر مېشت مشران سعودي عرب ته ولېږدوي او د قطر د مهم دفتر د فلج کېدو لامل شي.
سرچينه وايي، د همدې کړکېچونو له امله سعودي او امارات غواړي چې د طالبانو سياسي دفتر دوبۍ او يا هم جدې ته ولېږدول شي.
دغه سرچينه زياتوي، د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي پلاوي د طالبانو له مشره غوښتي چې د ياد دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي.
0 نظرونه