پاکستان پر بل هندي فلم بنديز ولګاوه
د پاکستاني حکومت زور اوس پر هندي فلمونو رسېدلی او تازه یې د ریشي کپور یو فلم ملک په خپل هېواد کې بند کړی دی.
دا فلم پرون د جمعې په ورڅ سېنما ته وړاندې شو، خو پاکستان لومړی هېواد و چې په خپل هېواد کې یې د دې فلم پر لیدلو او خپرېدو بندیز ولګاوه.
د پاکستان د سانسور بورډ ویلي، دا فلم د مسلمانانو احساساتو ته زیان رسوي او همدا ډول به په هند کې د مسلمانانو او هندیانو تر منځ تاوتریخوالی زیات کړي.
بل لور ته بیا د فلم لارښود انوبهو سنها ویلي، د پاکستان د حکومت پروا نه لري، خو افسوس د پاکستانیانو پر حال ورځي چې خپل غږ نه شي پورته کولای او له هر ډول حق څخه محروم دي.
0 نظرونه