داسې موټر چې چپه کېدل يې هم خوند کوي
تاسې به د موټرو د چپه کېدو د بدو پېښو شاهدان ياست، يا به مو په دې اړه زړه بوږنوونکې کيسې اورېدلې وي.
هغه بله ورځ لا د کابل کندهار پر سړک يو درې سوه درې موټر چپه شوی او ګڼ شمېر کسان يې شهيدان او زخميان کړي وو.
خو راځئ نن د داسې موټر په اړه ولولئ چې چپه کېدل يې د خطر پر ځای، خوند لري.
دا موټر د بلجیم يوه اوسېدونکي میلو جوړ کړی دی.
دی وايي، ماشوم و چې فکر به يې کاوه چې ولې کمپنۍ داسې موټر نه جوړوي چې چپه شي او څوک مړ نه کړي.
ده اوس همداسې موټر جوړ کړی او اوس کولای شي چې بېمه پکې سپور شي، که موټر واوړي، خوند يې نه نور زياتېږي، که وا نه وړي، منزل ته رسېږي.
دا موټر اوس په بلجیم کې دومره مشهور شوی چې خلک یې د اخیستو او بازار ته د راوتو لپاره شپې ورځې شمارې.
په دې موټر کې یوازې دوه تنه ځايېږي او درېیم تن ته په کې د سپرېدو چانس نه شته.
0 نظرونه