په کابل کې درې بهرنيان ووژل شول
د کابل پوليس وايي، له کابل څخه ناڅرګندو وسلهوالو درې تنه بهرنيان تښتولي وو او نن سهار يې جسدونه موندل شوي دي.
پوليس وايي، دغه کسان له پلچرخي سيمې څخه تښتول شوي وو او نن سهار يې په موسهي کې جسدونه موندل شوي.
په دوی کې يو يې هندی، يو مالېزيايي او بل يې د مقدونيې دی.
تر اوسه د دوی د تښتولو او وژلو مسووليت چا نه دی منلی.
پلچرخي سيمه د ولسي جرګې د وکيل مولوي ترخېل د نفوذ سيمه بلل کېږي.
0 نظرونه