د متين بېګ د ګوښه کېدو اوازې بې اساسه دي
۱۱ اسد ۱۳۹۷ 110107 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د متين بېګ د ګوښه کېدو اوازې بې اساسه دي

 

نن سهار په ټولنيزو رسنيو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس متين بېګ له دندې ګوښه شوی او پر ځای يې د ننګرهار پخوانی والي مقرر شوی دی، خو ارګ او نورې دولتي سرچينې دغه اوازې بې اساسه بولي.

سرخط ته په ارګ کې ځينو سرچينو ويلي دي چې حکومت په دې اړه تر اوسه هيڅ پرېکړه نه ده کړې او نه هم داسې څه په پلان کې شته.

سرچينه وايي، ښايي ځينو کړيو د خپلو ځينو موخو په اساس، دغه اوازې خپرې کړې وي چې اساس نه لري.

پر ټولنيزو رسنيو وخت ناوخته د ځينو لوړپوړيو دولتي چارواکيو د ګوښه کېدو او تبديلي ورته اوازې خپرېږي چې زيات وخت بې اساسه خېژي.

 

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې