جېکې شروف به دا ځل د سلمان خان پلار وي
په هند کې نن سبا د بهارت فلم کېسي خوله په خوله ګرځي او ويل کېږي چې د هندي سېنما تر ټولو ګران بيه فلم د بهارت په نامه تازه جوړېږي.
په دغه فلم کې سلمان خان له کرینې کپور سره یو ځای مرکزي رول لوبوي.
د دې فلم په اړه تازه خبر دا دی چې د ټایګر شروف پلار جېکې شروف به په کې د سلمان خان د پلار په توګه را څرګند شي.
د دې فلم عکسبندي پیل شوې او تمه ده چې راتلونکی کال د اختر د مراسمو پر مهال نندارې ته وړاندې شي.
د دې فلم د مرکزي رول لپاره پریانکا غوره شوې وه، خو د واده د مراسمو او امریکا ته یې د سفر له کبله په دې فلم کې کار کول لغوه کړل.
0 نظرونه