د فرانسې کب الوتو ته چمتو دی
الوتکې عموما د الوتونکيو مرغانو غوندې جوړېږي، خو فرانسې بیا داسې یوه مسافره وړونکې الوتکه جوړه کړې چې کټ مټ د یوه نهنګ غوندې ښکاري.
دا الوتکه به په ۲۰۱۹ کال کې په رسمي ډول الوتنه وکړي او نوم یې هم بیلوګا ایکسل ښوول شوی دی.
مسافر وړونکې بیلوګا ۱۲۵ ټنه وزن لري او خپله ۵۳ ټنه وزن لېږدولای شي.
اوږدوالی یې ۶۳ مټره او لوړوالی یې بیا ۱۹ مټره دی.
0 نظرونه