نیها د پټ واده زیانونه وايي
د هندوستان مشهوره ستورې نیها دهوپیا چې موده وړاندې یې واده وکړ، اوس د پټ واده د زیانونو په اړه لکچر ورکوي.
که څه هم د نیها ناڅاپي واده ټول حیران کړل، مګر هغې اوس ویلي، د واده په اړه یې پرېکړه ناڅاپي نه وه.
خو له دې سره هم نیها وايي، خلک فکر کوي چې دوی پټ او ناڅاپي واد کړی او له همدې کبله یې د هغې جبران هم کړی دی.
نیها وايي، د واده په لومړۍ ورځ یې ۶۰۰ ټلېفوني پیغامونه تر لاسه کړل چې له ښکنځلو پرته پکې پل څه نه و.
هغې ویلي، د پټ واده ورکړل شوي نوم، ان په ټولنیزو رسنیو کې هم ارامه پرې نه ښوده او له همدې کبله ډېره موده له رسنیو هم پټه وه.
خو نیها په اخېر کې ویلي، هر سړی، خپل یې ژوند او خپله یې پرېکړه.
0 نظرونه