د طالبانو ماين ۴۸ملکيان شهيدان او ټپيان کړل
نن سهار وختي د کابل هرات پر لويه لاره له مسافرو ډک يو درې سوه درې موټر د سړک پر غاړه په خښ شوي ماين ختلی دی چې له امله يې اته تنه شهيدان شوي او څلوېښت نور ژوبل دي.
دغه موټر سهار په څلور نيمې بجې له هرات څخه کابل ته روان و چې په لخشک سيمه کې په ماين ختلی دی.
تر لاسه شوي مالومات ښيي چې موټر د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند و.
سرچينې وايي، ښايي د شهيدانو شمېر ډېر لوړ شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه