۲۵ داعشیان تسلیم شول
په جوزجان کې د داعش ۲۵ غړي پرون په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
د جوزجان د درزاب ولسوالي امنیه قوماندان محمد اسماعیل وايي، تسلیم شوي وسلهوال د ملي اردو په هلیکپټرو کې شبرغان ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له دې ولایته د وسلهوالو طالبانو او د داعش ترمنځ د سختو نښتو راپورونه هم ورکول شوي و.
0 نظرونه