د سرطاني ناروغيو د کشف، درملنې او څېړنې مرکز جوړېږي
عامې روغتیا وزارت له "ګلوبل میډیکل پارټنرز" امریکايي ادارې سره د سرطاني ناروغيو د کشف، درملنې او څېړنې لپاره د یوه مرکز تفاهملیک لاسلیک کړ.
د عامې روغتیا وزیر وايي، په دې مرکز کې د سرطاني ناروغيو د کشف، څېړنې او د روغتیايي مسلکي کارکوونکيو د ظرفیت د لوړاوي تر څنګ به د سرطاني ناروغانو د شعاع له لارې درملنه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په جمهوريت روغتون کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره یو مرکز جوړ شوی و.
0 نظرونه