ولسمشر؛ د کابل ولسوالان دې د ځمکو غاصبین ونیسي
ولسمشر غني د کابل ولایت له ولسوالانو سره په کتنه کې ويلي، د ځمکو له غاصبینو سره دې جدي چلند وشي.
ارګ لیکي، په دې کتنه کې په ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو، لاسته راوړنو، اصلاحاتو، اوربند او سولې په اړه خبرې وشوې.
ولسمشر په ولسوالیو کې د غیرمسلکي پولیسو شته والي ته په اشارې د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ريیس او کابل والي ته لارښوونه کړې چې د ولسوالیو اړوندو ادارو کې دې د لا زیاتې همغږۍ په خاطر هراړخیزه طرحه چمتو کړي.
0 نظرونه