طالبانو د لويې لارې ۲۲ مسافر وړي
چارواکي وايي، طالبانو د ګردېزـ کابل لويې لارې ۲۲ مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې وړي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وايي، وسلهوالو ياد مسافر د تېرې کنډو په غفورخېلو سيمه کې ښکته کړي دي.
مندوزی وايي، پولیسو د مسافرو ژغورلو لپاره پر وخت اقدام کړی او شپږ مسافر يې له وسلهوالو ژغورلي دي.
دی زیاتوي، د نورو کسانو په ژغورلو ځکه بريالي نه شول چې د ملکي خلکو خونديتوب لپاره يې پر وسلهوالو طالبانو بريد نه شوای کولای.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
0 نظرونه