زاخېلوال له ولسمشر سره جدي خبرې کوي
په پاکستان کې افغان سفیر وايي، د ننګرهار ناامني له زغمه وتلې او په دې اړه به خپله له ولسمشر سره جدې خبرې وکړي.
عمر زاخېلوال په خپله رسمي فېسبوکپاڼه له ننګرهاره د ولسي جرګې د نوماند حاجي حيات پر شهادت ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې، د ننګرهار ورځ تر بلې خرابېدونکی امنيتي وضعيت د ژورې اندېښنې وړ دی؛ ځکه چې دا ولايت پخوا د نورو ولایتونو په پرتله امن و او هېواد ته هيله بښونکی يادېده، خو نن د ناامنه ولايتونو په کتار کې دی.
افغان سفير وايي، اوسني وضعیت د ښوونځيو او پوهنتونونو په ګډون دولتي خدماتي ادارې او د عامه وګړو ذهني سکون سخت اغېزمن کړي چې پرې چوپتيا نه شي کېدای.
0 نظرونه