د سني لېون د ژوند کيسې خلک حيران کړي
په هند کې د سنجېدت پر ژوند د فلم تر جوړېدو او خپرېدو وروسته اوس د دغه هېواد د وتلې فلمي ستورې سني لېون پر ژوند جوړ شوی ويب سريال خپور شوی دی چې ځینو برخو یې خلک حيران کړي دي.
دغه سريال کرن جيت کورز ان ټولډ سټوري نومېږي او پکې د سني لېون د ژوند بېلابېلې برخې انځور شوې دي، خو د زياتو خلکو تلوسه دې ته ده چې پوه شي، ولې کرن جيت کور په سني لېون واوښته او څنګه یې بربنډو فلمونو ته مخه کړه.
د دغه سريال په یوه برخه کې ښکاري چې سني لېون په لومړي ځل بربنډ فلم ګوري، وروسته په ژړا او چيغو وي، ناارامه وي او د ګورو نانک انځور ته ژاړي چې ستره ګناه ورڅخه شوې ده.
وروسته چې پوهېږې په دغه برخه کې ډېرې پيسې دي، نو سوکه سوکه دا هم د خپل ورور نوم سني پر ځان ږدي او بربنډو فلمونو ته مخه کوي.
د فحشا نړۍ ته تر تګ وړاندې سني لېون د نورو نجونو غوندې عادي نجلۍ ده، په نه خبره ژاړي او زیات وخت په عبادت تېروي.
0 نظرونه