دا ځل به نرښځيان د پاکستان ټاکنې څاري
دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې نرښځيان هم په ټاکنو کې د برخه اخيستو، رایې ورکولو او کانديدېدو واک لري.
که څه هم په دغه هېواد کې پرېمانه نرښځيان اوسي، خو تر اوسه پورې یې په ټاکنو کې د برخه اخيستو واک نه درلود.
پاکستاني چارواکي وايي، په دا ځل ټاکنو کې به د نرښځيانو لويه برخه د څارونکيو په توګه د ټاکنو پروسه څاري.
دوی وايي، دا ځل د ايالتي اسمبليو او پارلمان لپاره هم نر ښځيان نوماند شوي دي.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، په پاکستان کې يو زر، نهه سوه او اويا تنه نرښځيان د رایې ورکولو جوګه دي او په دا ځل ټاکنو کې به برخه واخلي.
د دوی له ډلې به يو سل او پنځه تنه د ټاکنو پروسه څاري.
0 نظرونه