طالبانو د زابل کې ټول روغتونونه تړلي
په افغانستان کې د بشري مرستو د هماهنګي اداره وايي، په زابل کې "ټول روغتیايي مرکزونه" تړل شوي دي او سلګونه زره خلک له ستونزو سره مخ دي.
د دې ادارې په یو راپور کې لیکل شوي چې هلته ټولټال ۴۶ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ خلک له روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي، خو چارواکي دا شمېر ډېره ښيي.
د زابل د عامې روغتیا مشر لعل محمد توخی وايي، دا روغتونه د وسلهوالو طالبانو د ګواښونو له کبله تړل شوي دي.
هغه وايي چې دې روغتیايي مرکزونو شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
0 نظرونه