په افغانستان کې د امریکا بریدونه زیات شوي
په هېواد کې د داعش او طالبانو پر وړاندې د امریکایي هوایي ځواک بمبارۍ په داسې حال کې مخ په زیاتېدو دي چې دلته جګړو زور اخیستی دی.
تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې د روان کال تر دې دمه د ډورن په گډون امریکایي جنگي الوتکو ٢٩١١ راکټونه او بمونه په افغانستان کې د داعش په گډون د افغانستان د دولت ضد یاغیانو پر مرچلو استعمال کړي دي.
د امریکا د هوایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له خوا خپرې شوې شمېرې ښیي چې په ٢٠١٧ کال کې ۴٣٦١ راکټ او بمونه په افغانستان کې د سخت دریځو پر مرچلو باندې ویشتل شوي وو.
0 نظرونه