د بېلابېلو جرمونو په تړاو ١٦٧ کسان نيول شوي
د ننګرهار چارواکي وايي، د ملي امنيت موظفينو د بېلابېلو جرمونو په تړاو ١٦٧ کسان نيولي دي.
ولايتي اداره وايي، دغه شمېر کسان چې په هغوى کې د داعش ډلې په لسګونه غړي هم شامل دي، په تېرو دوو مياشتو کې نيول شوي دي.
په دې کسانو کې ٧١ داعشيان، ٥٦ جنګي طالبان، ١٩ انسان تښتوونکي، ٢١ تنه د فساد او نورو قضيو په تور نيول شوي دي.
0 نظرونه