څلور اړخيزې غونډې د افغانستان د مهمو مسايلو په اړه هوکړه وکړه
افغانستان، امريکا، سعودي عربستان او عربي متحده امارات، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې بهير ملاتړ او د افغان ځواکونو د پياوړتيا په برخو کې هوکړې ته ورسېدل.
په عربي متحده اماراتو کې د يادو هېوادونو د ملي امنيت شورا د سلاکارانو ناسته په دې موخه جوړه شوې چې په افغانستان کې د سولې بهير د پياوړتيا، له ترهګرۍ سره د مبارزې او سيمه ييزو همکاريو په موخه د دغو هېوادونو د عمل پلان وروستى او تاييد کړي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر وړمه ورځ په ياده غونډه کې د ګډون په موخه د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته تللى دى.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د سټراټیژیکو اړيکو رييس قادرشاه وايي چې دا څلور اړخيزه ناسته پرون په عربي متحده اماراتو کې وشوه او په کې له ترهګرۍ سره د مبارزى، د سولې بهير د ملاتړ او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتيا په موخه په ډېرو جزيياتو بحثونه وشول.
دغه ډول ناسته د لومړي ځل لپاره د روان زېږديز کال په مارچ مياشت کې په واشنګټن کې جوړه شوې وه چې په کې د يادو څلورو هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو برخه اخيستې وه.
///////////////////////////////
0 نظرونه