ناسا لمر ته فضايي بېړۍ لېږي
ناسا وايي، د راتلونکې اګسټ مياشتې په شپږم تاريخ ته لمر ته يوه داسې فضايي بېړۍ وتوغوي چې د لمر تودوخه او ګرمي به ورباندې اثر نه کوي.
د بشر په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د انسان په لاس جوړه شوې فضايي بېړۍ به لمر ته ځي او د لمر پر مخ به کښېني.
د ناسا د راپور په اساس، دغه سولر پروب سپېس کرافټ به له ځمکې د يوه قوي راکټ ډلټا۴ په زور د لمر پر خوا توغول کېږي.
دغه راکټ د نورو په پرتله پنځه پنځوس ځله قوي جوړ شوی دی.
په راپور کې ويل شوي دي چې د بېړۍ پر مخ پنځه انچه کاربون کمپوزيټ سولر شيلډ هوار دی چې بېړۍ به د لمر له قهر څخه خوندي ساتي.
ناسا پر دغه ماموريت پارکر سولر پروب نوم ايښی دی.
د دغه فضايي ماموريت يو ساينسپوه دان نکی فوکس وايي، پر لمر څېړنې له ډېره وخته روانې وي، خو اوس به په دغه برخه کې يو انقلاب راشي.
د لمر لويه برخه له هايډروجن او هيليوم څخه جوړه شوې ده چې هايډروجن یې څلور اويا سلنه او هيليوم یې څلرويشت سلنه ده.
پاتې برخه یې له اوسپنې، نکل، اکسېجن، سیلیکان، سلفر، مگنېشیم، کاربن، نیون، کلشیم او کرومیم څخه جوړه ده.
0 نظرونه