رام ګوپال ته یې بې ځايه اعلان ګران تمام شو
په هند کې د دغه هېواد د نوموتي فلمي ستوري سنجېدت پر ژوند د سنجو فلم تر خپرېدو وروسته د هند مشهور فلم جوړوونکي رام ګوپال شرما اعلان وکړ چې دی به هم د سنجېدت پر ژوند يو نوی فلم جوړ کړي، خو دغه اعلان ورته ګران تمام شو.
سنجو فلم تر خپرېدو وروسته سختې ډېرې پیسې وګتلې او په ټولنه کې د سنجېدت خراب شوی انځور یې بېرته ورغاوه.
رام ګوپال د دغه فلم تر خپرېدو وروسته وویل چې راج کمار هيراني په دغه فلم کې د سنجېدت طرف نیولی او د هغه د ترهګري په اړه یې غلط مالومات خپاره کړي دي.
ده وویل، سنجېدت هومره ښه سړی نه دی، څومره چې په فلم کې ښوول شوی، خو دی به ورڅخه په سنجو دې رييل سټوري نومي فلم کې جامې وباسي.
د رام ګوپال دغه اعلان د سنجېدت په خور نمرتا دت بد لګېدلی او حکومت ته یې عریضه کړې ده چې ګوپال یې د ورور او کورنۍ پر حريم تېری کوي.
دې ويلي دي، رام ګوپال حتا په دې هم نه پوهېږي چې د چا پر ژوند فلم جوړېږي، باید لومړی د هغه اجازه واخيستل شي.
اوس داسې ښکاري چې د هند حکومت به رام ګوپال د دغه فلم جوړېدو ته پرې نه ږدي.
0 نظرونه