په چين کې د پښو جنګولو لوبه شوې
د مټو زور ازمايل، غېږ نيونه، ډبره غورځول او نورې لوبې به مو ډېرې ليدلې وي، خو دا به مو تر اوسه نه و اورېدلي چې د پښو جنګولو لوبه دې هم وي.
د همدې لوبې سيالۍ په چين شوې دي او برخه وال یې وايي، خورا خوند يې ورباندې اخيستی دی.
دغه لوبه د چين په چونګ کنګ سيمه کې شوې دي او چينايانو ورباندې ټوريسلينګ نوم ايښی دی.
په دغو سياليو کې د پښو جنګولو وخت يوه دقيقه و او د لوبې پر وخت به لوبغاړو د یو بل د پښو په ګوتو کې د پښو ګوتې بندې کړې او د مقابل لوري د پښې چپه کولو هڅې به یې پيل کړې.
دوی ويلي دي چې بايد دغه لوبه هم د اولمپیک په لوبو کې شامله شي چې دوی نور هم خوند ورباندې واخلي.
0 نظرونه