دې ځوان د جرمونو ريکارټ جوړ کړی
مجرمان او د قانون ماتوونکي به مو ډېر ليدلي وي، خو راځئ نن د داسې مجرم په اړه ولولئ چې د جرمنو ريکارډ يې جوړ کړی دی.
دغه سړی پيټريک ريان نومېږي، دوه شپېته کلن دی او په بريټانيا کې اوسي.
ده تر اوسه پورې شپږ سوه او اته شپېته جرمونه کړي دي او وايي، لا دې هم څوک تمه نه کوي چې دی به سم شي.
پيټريک لومړنی جرم په څوارلس کلنۍ کې کړی او تر هغه وروسته يې د جرمونو له امله درويشت کاله په زندان کې تېر کړي دي.
ده خپله پنځوسمه کاليزه هم په زندان کې ونمانځله.
د ده جرمونه دومره ډېر دي چې اوس يې پوليسو د جرمونو په ليکلو هم بنديز لګولی دی او وايي، کاغذ ورباندې ضايع کېږي.
پيټريک تر اوسه د جرمونو له امله درې ميليونه پاونډه جريمه شوی هم دی.
دی تازه خوشی شوی و، خو له زندانه تر وتو وروسته يې په يوه ملي بس کې متيازې کړې، خلک يې وهلي، له هغه کښته شوی بل بس ته ختلی هلته يې هم متيازې کړې او يوه ښځه يې په څپېړه وهلی دی.
دی بېرته سمدستي زندان ته لېږل شوی او د اتلسو مياشتو بند سزا ورته اورول شوې ده.
که د ده نوم په ګوګل کې سرچ کړئ، نو د جرمونو يو اوږد ليسټ به درته پرانيستل شي چې په لوستلو به يې ستړي شئ.
0 نظرونه