سنجېدت وايي، د وسلو ساتو دروند پور يې پرې کړی
د هندي سېنما مشهور فلمي ستوری سنجېدت وايي، په کور کې د وسلو ساتلو دروند پور يې پرې کړی او همدا وسلې وې چې د ده ژوند يې برباد کړ.
پر سنجېدت تور ولګېده چې په نولس سوه درې نوييم کال کې يې په کور کې وسلې ساتلې وې او هماغه وخت يې له کور څخه يو اېکې ۵۶ توپک هم موندل شوی و.
تر هغه وروسته سنجېدت د ترهګري په تور په پنځه کاله بند محکوم شو.
ده اوس تازه په يوه مرکه کې ويلي دي چې د دغو وسلو ساتلو دروند پور يې پرې کړ او له همدې امله يې ژوند برباد شو.
دی وايي، دی په زندان کې و چې مېرمنې مانيتا دت يې ورته پر ژوند د فلم جوړولو مشوره ورکړه او بيا يې له راج کمار هيراني سره اړيکه ونيوه.
وروسته سنجېدت په زندان کې له فلم جوړوونکيو سره وليدل او د خپل ژوند په اړه يې کيسې ورته وکړې.
ده د خپلو دوو مخکېنيو مېرمنو ريحا او ريچا په اړه هم خبرې کړې وې، خو په فلم کې يې يادونه نه ده شوې.
په دې سربېره، د سنجې د ژوند ډېرې نورې برخې هم د فلم د اوږدوالي د مخنيوي له امله له پامه غورځول شوې دي.
په هند کې ډېری خلک په دې باور دي چې راج کمار هيراني په سنجو فلم کې د سنجېدت د وران شوي انځور د بيا جوړولو ډېره هڅه کړې او ګټه يې هم ورته رسېدلې ده.
0 نظرونه