د کابل په بريد کې ۷۴ تنه شهيدان او ټپيان شوي
پرون مازديګر پنځه بجې د کابل نړيوال هوايي ډګر په دروازه کې ځانمرګی بريد شوی دی چې له امله يې تر اوسه پورې څوارلس تنه شهيدان شوي او شپېته نور ژوبل دي.
د کابل د امنيه قومانداني وياند حشمت ستانکزی وايي، بريد هغه مهال شوی دی چې د ولسمشر د لومړي مرستيال رشيد دوستم د موټرو کاروان د هوايي ډګر تر دروازه راتېر شوی و.
دی وايي، په شهيدانو او ټپيانو کې سرتېري او عام وګړي دي.
د دغې بريد مسووليت داعش منلی او ويلي يې دي چې موخه يې د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم و.
0 نظرونه