د کابل په بريد کې پنځه ويشت تنه شهيدان او ټپيان شوي
نن مازديګر پنځه بجې د کابل نړيوال هوايي ډګر په دروازه کې ځانمرګی بريد شوی دی چې له امله يې تر اوسه پورې يوولس تنه شهيدان شوي او څوارلس نور ژوبل دي.
د کابل د امنيه قومانداني وياند حشمت ستانکزی وايي، بريد هغه مهال شوی دی چې د ولسمشر د لومړي مرستيال رشيد دوستم د موټرو کاروان د هوايي ډګر تر دروازه راتېر شوی و.
دی وايي، په شهيدانو او ټپيانو کې سرتېري او عام وګړي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.
0 نظرونه