د ډرون الوتکو د سېل ريکارډ هم مات شو
وړاندې مو په سرخط کې درته خپاره کړې وي چې په امریکا کې یو نیم زر ډرون الوتکې هوا ته پورته شوې، رنګونه یې باد کړل او په یوه ځانګړې ښکلا سربېره یې ریکارډ هم جوړ کړ.
خو تازه خبر دا دی چې دا ریکارډ ډېر ژر مات شو.
په سان فرانسسکو کې اوس ۲۰۰۰ ډرون الوتکې په یوه ځل فضا ته پورته شوې او رنګونه یې وشیندل، رڼاګانې یې خپرې کړې او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.
دا کار انټیل کمپنۍ کړی او هدف یې د خپلې پنځوسمې کالیزې نمانځل و.
0 نظرونه