تر ټولو کوچنی، خو د کار روباټ
د نړۍ تر ټولو کوچنی روباټ جوړ شو، خو کارونه به يې داسې وي چې د نړۍ ډېر لوی لوی روباټونه او لوی لوی سړي يې هم کولو ته عاجز دي.
دا څو ملي مټره وړوکی روباټ مرسته کوي چې د پېښو او افتونو په اړه انسانانو ته خبر ورکړي.
دا وړوکی روباټ له سوریو، درزونو او نورو ځایونو تېرېږي او د انسانانو د ژوند د ژغورنې په برخه کې مرسته کوي.
د امریکا د دفاع یو څېړنیز مرکز لیکي، دا روباټ شرمپ نومېږي او کولای شي چې تر ټیټو او لوړو ساحو تېر شي او د پېښو او څېړنو پر مهال تاسې ته کره مالومات درکړي.
دا روباټ همدارنګه په خطرناکو سیمو، وضعیت او نورو برخو کې د څېړنې په اړه له تاسې سره مرسته کولای شي.
0 نظرونه