وکيلان وايي، د چهاردرې بريد دې وڅېړل شي
يو شمېر وکيلانو د کندوز د چهاردرې ولسوالي هوايي بريد چې پکې د يوې کورنۍ ١٤غړي ووژل شول و غانده او د دې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه يې وکړه.
وکیلانو په خپله پرونۍ ناسته کې ویل، د سمهييزو مسوولينو له همغږۍ پرته د دې ډول بريدونو کول د منلو وړ نه دي او هر عمليات چې کېږي، بايد د مسوولو چارواکيو په همغږي وشي چې څو ملکي وګړي زيان ونه ويني.
د وکیلانو په خبره، د دې ډول بريدونو په کولو سره د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله زياتېږي
0 نظرونه