۱۴ زره کلنه ډوډۍ او تنور موندل شوي
اردن هم یو له هغو هېوادونو دی چې تاریخي سیمې او تاریخي اثار یې په نړۍ کې زیات نوم او مینهوال لري.
تازه خبر له دې هېواده دا دی چې د لق و دق په بېدیا کې یې ۱۴زره کلنه پخوانۍ ډوډۍ او تنور موندل شوي دي.
د دې ډوډۍ ډیزاین د اوسنۍ هغې په پرتله دوه چنده غټ او لوی دی، هو بهو لکه ډبل ډوډۍ.
څېړونکي وايي، له ډوډۍ ښکاري چې د هغې زمانې خلکو له ځنګلي غنمو او اوربشو ګټه پورته کوله او ډوډۍ یې ترې پخوله.
څېړونکي زیاتوي، د دې ډوډۍ موندل ښيي چې پخوانیو هم د ځان ساتلو لپاره خوراکي توکي له ځان سره ساتل او همدا ډول یې د ښو خوړو او په ښه ډول ترې د ګټه پورته کولو لارې زده وې.
څېړونکي وايي، د لا زیاتو څېړنو لپاره یې پر دې ډوډۍ او تنور خپلې څېړنې پیل کړې دي.
0 نظرونه