فيلانو هم پاټکونه ونيول
دلته به مو د مجاهدينو، طالبانو او نورو وسلهوالو پاټکونه ليدلي وي چې موټر ورباندې دروي او خلک لوټي، خو راځئ په سريلانکا کې د فيلانو د پاټک په اړه ولولئ.
کیسه داسې ده چې په سریلانکا کې یوه فیل په خورا بدماشي په کېلو يو بار موټر د سړک په منځ کې درولی او بيا يې د کېلو په خوړلو پيل کړی دی.
هغه وېډيو چې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې، پکې ښکاري چې فيل موټر چلوونکی هم په خرطوم ګواښي او خبرداری ورکوي چې له ده سره دې ټانټې نه ژويي.
تر ټولو جالبه یې دا چې کله فیل په کېلو ښه زړه یخ کړي، موټر ته اجازه ورکړي چې نور نو تلای شي.
0 نظرونه