په مونا بهايي۳ کې به سرکټ نه وي
۳۰ سرطان ۱۳۹۷ 122864 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په مونا بهايي۳ کې به سرکټ نه وي

هندي رسنۍ وايي، د هند وتلي فلم لارښوود راج کمار هيراني پرېکړه کړې ده چې د مونا بهايي سريال درېيمه برخه جوړه کړي، خو په دې برخه کې به ارشد وارثي د سرکټ په بڼه نه لوبېږي.

دوی وايي، راج کمار هيراني د سنجو فلم تر خپرېدو وروسته پرېکړه کړې ده چې دا ځل به په مونا بهايي۳ کې د ارشد وارثي پر ځای، رنبير کپور د سرکټ په بڼه لوبېږي.

څو ورځې وړاندې د رنبير کپور وروستی فلم سنجو، چې د سنجې دت پر ژوند جوړ شوی، بازار ته راغلی و او تر نورو ټولو فلمونو يې ډېرې پيسې ګټلې وې.

تمه د چې پر مونا بهايي۳ به راتلونکی کال کار پيل شي، خو خلکو نيوکې کړې دي چې که ارشد وارثي په مونا بهايي۳ کې نه وي، خوند به و نه کړي.

 

 

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې