افغانستان او انګلستان پر سوله غږېدلي
د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په کابل کې د انګلستان له سفیر نیکولاس سره د افغانستان د سولې پروسې پر راتلونکیو پروګرامونو خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا سرخط ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې لیدنه کې اتمر د سولې له بهیر څخه د انګلستان د حکومت او خلکو له ملاتړ څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، انګلستان د افغانستان سټراټیژیک ملګری او همکار دی.
حنیف اتمر د افغان ځواکونو د روزنې په چارو کې دانګلستان همکاري او تعهد مهم و باله.
په کابل کې د انګلیستان سفیر نیکولاس کې د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیز د پام وړ ګام وباله او زیاته یې کړه، د انګلستان سیاسي مشرتابه د افغان حکومت د سولې له غږ څخه ملاتړ کوي.
0 نظرونه