۱۲ سیمهییز پولیس شهیدان شول
د کندوز امنيتي چارواکي په دې ولایت کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې د ۱۲ سیمهییزو پولیسو د شهادت او اووه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
سرچیني وايي، پېښه وړمه شپه ناوخته د امام صاحب ولسوالي د امام الدین څلورلارې سیمه کې شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
0 نظرونه