په کابل کې يو ځانمرګی جومات ته تر ننوتو وړاندې ويشتل شوی
پرون د ماسپښين د لمانځه پر مهال د کابل په باګراميو کې يو ځانمرګی چې بمونه يې په ځان پسې تړلی وو او غوښتل يې جومات ته ننوځي، سرتېرو ويشتی دی.
چارواکي وايي، دغه ځانمرګي غوښتل د باګراميو اړوند د نعمان کلا په جامع جومات کې د خلکو په منځ کې ځان وچوي.
دوی وايي، سرتېرو ځانمرګی پېژندلی او جومات ته تر ننوتو وړاندې يې ويشتی دی.
په ډزو کې ځانمرګی چاودلی او يو ماشوم يې سربېرن ژوبل کړی دی.
0 نظرونه