نن د اعتراضونو د څېړلو لپاره تصمیم نیول کېږي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، نن شنبه به د ټاکنو اړوند د شکایتونو او اعتراضونو د څېړلو لپاره تصمیم ونیول شي.
دا کمېسیون وايي، د انتخاباتو اړوندو شکایتونو او اعتراضونو د ارزولو ابتدايي پړاونه پای ته رسېدلي او د شنبې په ورځ به یې د وروستي پړاو لپاره پرېکړه کېږي.
د دې کمېسیون ویاند ویاند علي رضا روحاني وايي، د انتخاباتو اړوند يې د هېواد په کچه څه باندې ۶۰۰ اعتراضونه او شکایتونه ثبت کړي دي.
0 نظرونه