په دې ورځو کې شاهرخ خان مفلسه شوی
نن سبا چې هر دويم سړی وينې، مفليسي په سر اخيستی وي، خو شاهرخ خان داسې مفلسه دی چې په مفليسي يې نيمه نړۍ خبره شوې ده.
هغه سږکال و نه توانېده چې د امريکايي مجلې فوربز د شتمنو انسانانو په نوملړ کې ځان راولي.
دغې مجلې اوس تازه د نړۍ د سلو ګټندويه انسانانو نوملړ خپور کړی چې په سر کې يې امريکايي سوک وهونکی فلايډ مې ويدر دی چې څه د پاسه دوه سوه او اتيا میليونه ډالره ګټه يې کړې ده. د هالي ووډ فلمي ستوری جارج کلوني دويم دی چې دوه سوه او دېرش ميليونه او امريکايي ماډل کاييل جينيز په يو سل او شپېته ميليونه ډالره عايد درېيم ګټندوی دی.
په دغه نوملړ کې د هندي سېنما دوه فلمي ستوري اکشې کمار او سلمان خان هم راغلي دي.
اکشې کمار په څلوېښت اعشاريه پنځه ميليونه ډالر شپږ اويايم کس او سلمان خان بيا د اووه دېرش اعشاريه اووه میليونه ډالرو په ګټلو په دوه اتيايمه درجه کې راغلی دی.
تېر کال شاهرخ خان تر سلمان او اکشې دواړو مخ ته و، خو سږ کال يې نوم له نوملړه وتلی دی.
0 نظرونه