زمری درته ښه راغلاست وايي
ډېرو رسټورانټونو ته به تللي ياست، خو تر اوسه به مو په داسې رسټورانټ کې چای يا ډوډۍ نه وي خوړلې چې له ورتګ سره سم درته زمری ښه راغلاست ووايي.
که مو زړه غواړي چې همداسې رسټورانټ ته لاړ شئ، نو د ترکيې، د استنبول په بيکوز سيمه کې د ميو زو په نامه رسټورانټ ته تلای شئ.
د دغه رسټورانټ څښتن نه يوازې دا چې د اشپزي شوق لري، بلکې د ځنګلي ځناورو او نورو ژوو ساتل هم خوند ورکوي.
همدا لامل دی چې ده په رسټورانټ کې يو زمری، تمساح، بېلابېل مرغان او نور حيوانات ساتلي دي او تاسې کولای شئ چې نه يوازې هلته ډوډۍ وخورئ، بلکې د ځناورو په ليدو غم غلط کړئ.
0 نظرونه