پوهېږئ هوا ته ويشتل شوې مرمۍ په څومره سرعت بېرته راځي؟
په افغانستان کې هوايي ډزې يوه عامه خبره ده. که واده وي، که کوژده وي، که د چا زوی پيدا کوي، حتا که کريکټ يا فوټبال لوبه ګټل شوې وي، نو ځوانان اسمان ته د توپکو خولې ونيسي او ناتار ډزې پيل کړي.
تاسې به ليدلي وي چې هر وخت د دغسې ډزو پر مهال ګڼ شمېر هېوادوال يا سخت ټپيان کېږي، يا مري.
په امريکا کې يوې ډلې څېړونکيو هوا ته په ويشتل شويو مرمريو څېړنه کړې او بيا يې په دې اړه يو راپور خپور کړی دی.
دوی وايي، کله چې مرمۍ هوا ته ويشتل کېږي، لومړی خو هوا په زهرو لړي.
په دويم قدم کې چې دغه مرمۍ د توپک يا تمانچې له شپېلۍ ووځي، په تېزي شاوخوا دوه ميله لوړه ځي.
کله چې مرمۍ اخېري حد ته ورسېږي، بېرته ځمکې ته راګرځي، خو هوا يي نه يوازې د ويشتونکي له سره، سلګونه فټه لېرې غورځوي، بلکې سرعت يې هم تر يوې اندازې کموي.
دوی وايي، کله چې مرمۍ ځمکې ته را روانه وي، سرعت يې په يوه ساعته کې څلور سوه ميله ته رسېږي او يوازې په ساعت کې سل ميله سرعت کولای شي د انسان تر پوستکي ووځي.
په نورۍ نړۍ کې د هوايي ډزو لپاره قانون دی او چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ډزې وکړي، خو په افغانستان کې بيا هر چا د توپک شپېلۍ هوا ته نيولې وي.
0 نظرونه