بلک فلای بازار ته راځي
د ډرون ټکسي په اړه مو وړاندې درته په سرخط کې یو مطلب خپور کړی و، خو راځئ نن د یوه داسې موټر په اړه ولولئ چې په برېښنا چارجېږي او بیا الوځي.
د دې موټر بریالۍ ازموینه په امریکا کې شوې ده او دې موټر ته Black Fly نوم ورکړل شوی دی.
دا موټر په یوه ساعت کې ۶۲ میله حرکت کولای شي.
بلک فلای د اوس لپاره په ازماښتي حالت کې دی او کمپنۍ یې وايي، ژر به یې د خلکو د اسانتیا په هدف بازار ته وړاندې کړي.
0 نظرونه